د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه
د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه.
د دې پروګرام موخه د کرنې وده، د نوښتونو دودول او زدهکوونکو ته د عملي زدهکړو د زمینې برابرول بلل شوې ده.
دغه نوښت د کرنیزو تجربو د پراختیا ترڅنګ زدهکوونکو ته دا زمینه هم برابره کړه چې عملي مهارتونه او د عصري کرنې نوې لارې چارې زده کړي.
د مسئولینو په وینا، د دغې تجربې د مثبتو پایلو له مخې ټاکل شوې چې په راتلونکو کلونو کې د شین چای د کرکېلې ساحه لا پراخه شي.
کارپوهان وایي چې عصري کرنه د کرنې د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې ډول پروګرامونو پر لا پراختیا او ملاتړ ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رهبرۍ تل ټینګار کړی چې په تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو کې دې تعلیمي نصاب د کار بازار له اړتیاوو سره سم برابر شي.
