د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیبالرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر برخو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي فایز وویل چې «داکار» مؤسسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د حرفوي پروګرامونو د جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه مؤسسه چمتو ده په دې برخه کې له تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سره همکاري وکړي.
د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې له لوري له دې ادارې سره د همکارۍ له لېوالتیا څخه مننه وکړه.
انجنیر نایل وویل چې په افغانستان کې د حرفوي زدهکړو د پروګرامونو پلي کول د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي او له «داکار» مؤسسې سره یې د حرفوي زدهکړو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او پرېکړه وشوه چې د همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د بېلابېلو حرفوي پروژو د پلي کېدو په موخه به ناستې او لیدنې دوام وکړي.
