د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي.
د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ، دهلېزونه، تحقیقي فارم او نورې برخې ترمیم او بیا ورغول شي.
تر دې وړاندې د دې ښوونیز مرکز د جومات ودانۍ هم ترمیم او بیارغول شوې وه.
د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت مسؤلین وایي چې د عامه شتمنیو ساتنه او پالنه د ټولو شرعي او انساني مسؤلیت دی او خلک باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
