محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زدهکړه ورکړل شوه
د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زدهکړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
د ودانیزو ټکنالوژۍ استاد په دې درسي جلسه کې محصلینو ته د استوګنیزې ودانۍ د نقشې تطبیق او عملي کولو څرنګوالی په مفصل ډول تشریح کړ او د دوی پوښتنو ته یې هر اړخیز ځوابونه وړاندې کړل.
محصلین وایي چې عملي زدهکړې د دوی لپاره ډېرې ګټورې دي او د دې ډول زدهکړو د لا پیاوړتیا غوښتنه کوي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره تل د عملي زدهکړو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.
