په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زدهکړه ترسره شوه
د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زدهکوونکو ته تشریح کړ.
نوموړي همدارنګه زدهکوونکو ته د دواپاشۍ اهمیت او مناسب وخت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو زدهکوونکي له فراغت وروسته د کار په بازار کې په مستقیمه توګه جذبېږي.
