په بلخ ولایت کې د مجاهدینو فراغت‌غونډه د ا.ا.ا لوړپوړو مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه

media_admin
Mon, Nov 10 2025 10:50 AM

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د مجاهدینو فراغت‌غونډه د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او حاجي محمد یوسف وفا په شمول د ا.ا.ا یو شمیر نورو لوړپوړو مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه.

همدارنګه په دې مراسمو کې د بلخ ولایت د علماوو شورا رئیس، د اقتصاد رئیس، د بلخ پوهنتون رئیس، د اداري اصلاحاتو رئیس، د پوهنې رئیس او نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو هم ګډون درلود.

ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په دې پروګرام کې د وینا پر مهال وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د مجاهدینو لپاره د اداري او مدیریت په برخه کې د روزنېزې زمینې برابرول، د بشري سرچینو د پراختیا او اداري وړتیا د لوړولو څخه د افغانستان .ا.ا د ټینګ ژمنتیا څرګندونه کوي.

محترم مولوي شهامت همدارنګه په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ «کله چې د مجاهدینو روزنیزه طرحه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د افغانستان .ا.ا د رهبرۍ لوړ مقام ته وړاندې شوه؛ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله لخوا تائید او   ورڅخه تود هرکلی وشو».

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې«مجاهدین د مېړانې او ایثار وارثان دي او باید په دیني، عصري او مسلکي علومو کې هم بشپړ مهارت ترلاسه کړي».

ښاغلي مولوي شهامت همدارنګه زیاته کړه چې د یو متوازن او خپلواک اسلامي نظام بنسټ په علم او عمل ولاړ دی او دیني علومو او عصري علومو ته ارزښت ورکول، د امت عزت او د ملت د پرمختګ اساس دی».

په همدې حال کې محترم الحاج مولوي شهامت څرګنده کړه چې اوس مهال تر ۱۵۰۰ تنو څخه زیاتو مجاهدینو په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د فراغت سند ترلاسه کړی دی.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره ژمنه ده ترڅو مجاهدینو او د ټولنې نورو قشرونو لپاره لا زیاتې ښوونیزې او زده‌کړیزې زمینې برابرې کړي.

د دې مراسمو په دوام کې د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د زده‌کړو په برخه کې د زمینې برابرولو څخه د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت له هڅو ، قدرداني وکړه.

د بلخ والي د مجاهدینو د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ستاینې او ملاتړ ترڅنګ وویل چې، مجاهدینو ته د مدیریتي زده‌کړو وړاندې کول ډېر اړین وو او خوشحاله دی چې دا پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا پلي کېږي.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د شمال زون رئیس، مولوي نورالله صلاح الدين اميني هم په ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام کې د مسؤلینو له حضور او ګډون څخه مننه وکړه او د مجاهدينو فراغت ته یې هم مبارکي وويله.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د مجاهدینو د فراغت‌غونډې په پای کې، د بلخ پوهنتون رئیس او د علماؤ شورا رئیسپه شمول، نورو سیمه‌ییز مسؤلینو هم وینا وکړه.

نوموړو ټینګار وکړ چې هغه مجاهدین او کارمندان چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي دي باید باید خلکو او هیواد ته د خدمت کولو په پار، په بشپړ صداقت سره هڅې وکړي.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS