د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید
د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.
دغه راز لارښود استاد په يادې درسي جلسه کې نوموړو ته د خیدک د اقتصادي ارزښت او د مستو، قیماق او غوړي پروسس کولو په شمول د بیلابیلو لبني محصولاتو د تولید او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه توضیحات وړاندې کړل.
همداراز محصلینو هم د درس ترڅ کې خپل نظرونه او پوښتنې له اړونده استاد سره شریکې کړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.
