د برقي وسایلو د ترمیم کولو په برخه کې د لوګر تخنیکي لیسې زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لوګر ولایت اړوند تخنیکي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په چهار چوب کې د برقي وسایلو د ترمیم او بیاروغونې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد نوموړو ته د مختلف النوع برقي بخاریو د ترمیم کولو او بیارغونې د څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.
عملي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د روزنیزو پروګرامونو اساسی برخه جوړوي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري، له کار بازار د اړتیاوو او د مهارتونو د ترلاسه کولو اهمیت ته په ژور درک سره، تل هڅه کوي چې د نظري زده کړو سربیره د زده کونکو لپاره د عملي زده کړو زمینه هم مساعده کړي.