د تخنیکي زده کړو د مرکزونو د پراختیایي پلان د تطبیق چارې به ډېر ژر پیل شي

د تخنیکي زده کړو د مرکزونو د پراختیایي پلان د پروژې تطبیق چې د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا تمویلېږي، چارې به یې ژر به پیل شي.
د دغې پروژې د پیل د همغږۍ په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او د پروژې د تطبیق کوونکي شرکت ترمنځ تخنیکي ناسته ترسره شوه.
یونسکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د پراختیا پلان پروژه "تغییر مثبت" شرکت ته وسپارله.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هوکړې او همغږۍ پر بنسټ به دغه شرکت ډېر ژر د يادې شوې پروژې عملي چارې پيل کړي.