د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ

د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شو، چې بیا په ۱۴۰۰ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه. چې د عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ ودانۍ (۸) درسي او ادار‎ي خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۹) کارکوونکي لري، چې (۵) استادان، (۳) ادارې کارکوونکي او (۱) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګې (عمومي کرنه) لري، چې (۱۰۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۱۰۹) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۲) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.