د لغمان ولایت مرکز مسلکي لېسې وضعیت وڅېړل شو

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د څارنې پلاوي د یاد ولایت د مرکز اړوند د مسلکي لېسی د تدریسي او اداري چارو څارنه وکړه.
دغه پلاوي د زده کړیالانو له ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې هم واورېدل.
د څارنې پلاوي همدا راز د لغمان مرکز اړوند د مسلکي لېسی ورکشاپونو وضعیت څېړنه وکړه او د زده کوونکو د عملي زده کړو څخه یې هم څارنه ترسره کړه.
یاد پلاوي له استادانو سره د لغمان د مسلکي لېسې د تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.