د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تعلمی مرکزونو د درسونو پیل زنګ وهل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۳:۵۰
tveta99

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د روزنیز مرکزونو د درسونو پیل مراسم د دغه ادارې مشرتابه په ګډون ترسره شول.

دغه مراسم نن په کابل کې د ادارې او حسابداری په ملي انسټیټوټ (نیما) کې ترسره شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کاډمیکو چارو مرستیال ښاغلي نورمحمد عزیزي په دغو مراسمو ​​د زده کړو او پوهې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د یوه ښوونځي په پرانیستلو سره به د یو زندان دروازې وتړل شي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د باکیفیته ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ښوونکو او زده کوونکو له ستونزو څخه خبر دی او ژر تر ژره به یې د حل په موخه اقدام وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ښاغلی مفتي فضل الرحمن فاضل د علم مقام ته په اشارې سره وويل: خداى تعالى په قرآن کريم کې فرمايي، ايا برابر دي، هغه څوک چې پوهيږی د هغو کسانو سره چی نه پوهیږی."

ښاغلي فاضل پر مسئولیت د ټینګار په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې روزنیزو مرکزونو له ښوونکو وغوښتل چې هېواد د بچیانو د روزنې په برخه کې هیڅ راز هڅې و نه سپموی.

هغه وويل: موږ بايد د دې غم ځپلي وطن لپاره خپل مسووليت ادا کړو؛ ځکه چې دغه هېواد له وروستیو جګړو وروسته لیدلی زخمونه سولې او سوکالۍ لپاره درملنې ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS