چیني پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۶:۵۰
دیدار هیأت چینی با سرپرست اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د چيني شرکت له استازو سره چې د دغې ادارې ودانۍ يې جوړه کړې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بیارغونې د چارو د پیل په اړه خبرې اترې وکړې.

دغه پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل هغه ځايونه چې ترميم ته اړتيا لري نهايي او اسناد يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لارې د چين له سفارت سره شريک کړي.

دغه راز چیني پلاوي د طعام خورې او جومات د جوړولو په اړه چې مخکې د دغې ادارې له خوا وړاندیز شوی وو، وویل: «موږ به له افغان انجینرانو سره د همکارۍ په موخه چیني انجنیران افغانستان ته را واستوو تر څو په همغږۍ د دغې پروژې د سروې او ډیزاین چارې پیل کړي.»

د دغې غونډې په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د چين د حکومت د همکاريو ستاينه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS