د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او ښار جوړولو وزارت ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۴:۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د کور او ښار جوړونې وزیر شیخ حمدالله نعماني ترمینځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او کور او ښار جوړولو وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث وکړ.

د ناستې په پیل کې، د ښار جوړونې وزیر د یاد وزارت د اهدافو، پروګرامونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې، او ویې ویل چې د کور او ښار جوړونې وزارت مسلکي او تخنیکي کسانو ته لا زیاته اړتیا لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له سرپرست سره خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې د هیواد د جوړونې، بیارغونې او پرمختګ لپاره مسلکي او متخصص اشخاصو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ښار جوړونې وزیر سره د کتنې په ترڅ د یادې ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

الحاج مولوي شهامت څرګنده کړه چې د ماهر او مسلکي کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له بنسټیزو اهدافو څخه ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دې غونډه کې دغه راز زیاته کړه چې یاده اداره چمتو ده ترڅو د ښار جوړونې وزارت سره د مسلکي او ماهرو کسانو په شمول، په بیلابیلو برخو کې همکاري وکړي.

د یادې ناستې په ترڅ کې پر نورو اړوند مسایلو هم خبرې اترې وشوې، او دواړو خواوو د ګډو همکاریو د ښه والي او پراخولو لپاره د ګډې کاري کمیټې په جوړولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د حیواني درملو د تطبیق په اړه روزنه ورکړل شوه

د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حیواني درملو د تطبیق کولو د څرنګوالي په اړه په عملی بڼه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو د برښنا په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د میدان وردګو ولايت سیداآباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ولایت اړوند سب استیشن ته د علمي سفر په ترڅ کې د بريښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

په ټول هېواد کې د مجاهدینو د ادارې او مدیریت پروګرام ښوونیزه لړۍ روانه ده

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم مشرتابه د هدایت پر اساس، په یادې اداره کې یوه طرحه تیاره شوه چې د هغې طرحې پر بنسټ د مجاهدینو لپاره په تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو. . .

BACK TO NEWS