د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست د پلټنې عالي ادارې له مسوولينو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۳
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د پلټنې عالي ادارې له يوه پلاوي سره وکتل.

دا پلاوی هر کال د اداراتو پلټنه و ارزونه ترسره کوي.

د دې مراسمو په پیل کې د پلټنې عالي ادارې د ټولنیزو مصؤنیت رئیس ښاغلي مولوي غازي جریر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړه: «د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې فعالیتونه او لاسته راوړنې د مطبوعاتو او رسنیو له لارې تعقیبوي او د یادې ادارې ټول فعالیتونه د ستاینې وړ دي».

نوموړي د پلټنې عالي ادارې د موخو او پلانونو په اړه هم وضاحت ورکړ.

په همدې حال کې ښاغلي مولوي جرير دپلټنې د عالي ادارې له پلاوي سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو له سرپرست څخه  د همکاريو غوښتنه وکړه .

له بلې خوا الحاج مولوي غلام حيدر شهامت دتخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د پلټنې عالي ادارې د پلاوي دپيژندنې په مراسمو کې وويل چې له فساد سره مبارزه او د فساد مخنیوی  دټولو ادارو مسولیت دی .

ښاغلي مولوي شهامت څرګنده کړه چې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ټول رياستونه مکلف دي چې دپلټنې عالي ادارې له پلاوي سره بشپړه همکاري وکړي.

دغه راز دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه چې د نوموړي دفتر تل دپلټنې عالي ادارې د پلاوي پرمخ خلاص دى او دوى کولاى شي خپلې ستونزې له نږدې شريکې کړي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS