په پروان ولایت کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په حضور کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره درې میاشتنۍ روزنیزه دوره پرانیستل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۳:۴۹
دوره سه ماهه

د پروان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درې میاشتنۍ روزنیزه دوره جوړ شوه.

 یاده دوره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د پروان والي مولوي عبیدالله امین زاده په حضور کې پرانیستل شوه.

 په دغه روزنیزه دوره کې نویو ګمارل شویو کارکوونکو او ا.ا.ا «مجاهدینو» ته د ادارې او مدیریت مهارتونه، کمپیوټر او انګلیسي ژبه تدریس کیږي.

 مولوي غلام حیدر شهامت د پروان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت څخه د دغه روزنېزې دورې  جوړولو له امله مننه وکړه.

هغه زياته کړه، چې تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري او بايد په دې اداره کې پانګونه وشي.

هغه زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي.

د یادو مراسمو په یوه برخه کې د پروان والي ښاغلي شهامت د دغه ولایت د تخنیکي انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړه یالانو د اختراعاتو او نوښت له نندارتون څخه لیدنه وکړه او زده کړیالانو ستاینه یې وکړه.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس د زده کوونکو د عملي درسونو لپاره د خامو موادو د برابرولو ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د ١٤٠٢ کال د بوديجې په تخصيص کې به دې مسئلې ته پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS