په ګرمو سیمو کې د تعلیمی او تحصیلی کال پیل؛ د نیمروز د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت په یوه غونډه کې خپلې برنامې وړاندې کړی

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۵:۳۶
نیمروز

په ګرمو سیمو کې د تعلیمي او تحصیلي کال له پیل سره سم د نیمروز ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت په یوه خبري ناسته کې خپل پلانونه او برنامې وړاندې کړی.

 په دې کتنه کې د نيمروز ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر عبدالهادي بيدار په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو د ظرفيت لوړولو، نويو تعليمي مرکزونو د جوړولو او نويو څانګو د رامنځته کولو په باب خبرې وکړې.

 په دې کتنه کې د نيمروز ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر له ټولو کورنيو، د جوماتونو له امامانو او د ټولنيزو او فرهنګي بنسټونو څخه وغوښتل چې د هېواد  اقتصادي ودې او پياوړتيا په خاطر د تخنيکي او مسلکي زده کړو عالي لېسو او انسټیټونو ته ځوانانو د شاملېدو لپاره ځوانان وهڅوي.

ښاغلي بیدار وویل:«موږ د زده کړیالانو او فارغینو د ټولو کورنیو باور او همدارنګه د ټولو هغو څانګو باور لرو چې زموږ د انسټیټونو او عالي لیسو فارغین د یوې لویې سرمایې په توګه کار کوي. هیله لرو چې د زیاتو زده کوونکو او زده کړیالانو په درلودلو سره به وکولای شو چې خپلو ګرانو هیوادوالو ته لا زیات خدمات وړاندې کړو.»

 په دې غونډه کې د نيمروز تخنيکي او مسلکي زده کړو امر هم د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS