په هلمند ولایت کې د افغانستان ا.ا مجاهدينو لپاره نهه مياشتنى روزنيز دوره پيل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۹:۵۲
Helmand

د هلمند ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا نهه میاشتنی روزنیزه دوره د افغانستان ا.ا مجاهدینو لپاره پیل شو.

د دغه پروګرام مسوول عصمت الله احمدي وايي، چې په دغه روزنیز بهیر کې ۵۴۰ مجاهدین نوم لیکنه کړی دي.

د هغه په ​​وينا، دغه کسان به د ۹ مياشتو لپاره د ادارې او مديريت مهارتونه، انګليسي ژبه او کمپيوټر زده کړي.

هغه مجاهدین چې په دې بهیر کې یې نوم لیکنه کړې، د دې پروګرام هرکلی کوي او غواړي چې په ټولو ولایتونو کې یې پراخ کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هم هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا مجاهدینو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS