د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست په کابل کې د کڼو له مسلکي لېسې څخه لیدنه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۵
د کڼو لیسه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او ورسره مل پلاوي د کابل کڼو له مسلکي لېسې څخه ليدنه وکړه.

 مولوي شهامت د يادې لېسې استادانو ستونزې واورېدې او چارواکو ته يې د حل په موخه لازمې لارښوونې ورکړې.

 نوموړي د بېلابېلو ټولګیو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه او د هغوی نصاب یې و ارزاوه.

ښاغلي شهامت د يادې لېسې چارواکو ته وويل، چې د نوموړی لیسی  زده کوونکو اسلامی پوهې سره د لا ښه اشنا کولو په موخه دې د ديني علومو مضمونونو ساعتونه زيات کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست يو ځل بيا ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به ددی لیسی د څاه د کيندلو او جوړولو چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې د کڼو مسلکی لېسه کې تر ٤٠٠ زيات کاڼه زده کوونکي، نارينه او ښځينه دواړه په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS