د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
tveta80

د مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه؛ دغه غونډه د دې ادارې د مالي او تدارکاتی چارو رئيسانو او امرینو په حضور کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ادارې د نقلیه وسایطو د ترمیم لپاره د موټر د ترمیم ورکشاپ د جوړولو په اړه لازمې خبرې او تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د دې ادارې دننه دې د وسايطو د تېلو د اړتيا د پوره کولو په موخه د تېلو د ټانک بنسټ جوړ شي.

په دې ناسته کې د اړتیا وړ قرطاسیې د پېرلو او د ۷۰ زره لیټره تېلو د قرارداد په اړه هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS