د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۳۱
TVETA

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو.

د دغه روزنیز پروګرام موخه د کرنې د څانګې د استادانو د مسلکي او تدریسي وړتیاوو لوړول بلل شوې ده.

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي محمد طاهر جلالي، د دې روزنیز پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړول د باکیفیته او معیاري زده‌کړو د وړاندې کولو له مهمو لاملونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې استادان باید خپل علمي او مسلکي مهارتونه په دوامداره توګه پیاوړي کړي.

نوموړي د کرنې برخې اهمیت ته په اشارې وویل چې د دې برخې د استادانو د ظرفیت لوړول کولای شي د زده‌کوونکو پر عملي او مسلکي زده‌کړو مثبت او دوامدار اغېز ولري.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د ننګرهار د زراعت او وترنرۍ انستیتیوت د استاد، مسرور کوټوال، له لوري وړاندې کېږي او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د کرنې په بېلابېلو برخو کې اړینې مسلکي او عملي زده‌کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو. د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

BACK TO NEWS