د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه.
د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت لخوا د تشخیص شوو ستونزو او ننګونو لپاره د حللارو موندل وو.
د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت لخوا د ستونزو او ننګونو تر پېژندنې وروسته، یاد موضوعات په دې ناسته کې مطرح شول او ګډونوالو یې د حل په اړه خپل نظریات او لیدلوري شریک کړل.
ټاکل شوې چې دغه ناسته د ستونزو حللارو موندلو په موخه به سبا هم دوام وکړي او د رهبرۍ ناستې وروستۍ پرېکړه به له اړوندو برخو سره شریکه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کړې څو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په سیستم کې موجودې ستونزې او ننګونې په بشپړ ډول حل شي، چې تر دې مهاله یې د قناعت وړ پایلې هم لرلې دي.
