د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد شول؛ چې پکې د سمنټو ترکیبي موادو پېژندنه، د کانکریټ کیفیت ارزونه، په کرش‌پلانټ کې د مخلوط نسبتونه، د لوړ کیفیت کانکریټ د تولید ماشین‌آلاتوکارونې او اجزاو سره بلدتیا، او همدارنګه د اسفالت ترکیبي مواد او د سړک جوړونې اړوند ماشین‌آلات شامل وو.

مسؤلینو د دې ډول روزنو موخه د زده‌کوونکو عملي مهارتونو پیاوړتیا او کار بازار ته د هغوی چمتو کول وبلل.

د دغې درسي جلسې ګډونوال وایي چې عملي زده‌کړې هغوی د کار بازار ته ننوتلو لپاره لا ښه چمتو کوي او د دغو روزنو د لا پیاوړتیا غوښتنه کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS