د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې لاندې او د میخانیک او نقلیه وسایلو د ترمیم په برخه کې زده‌کوونکو ته د عملي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

په یاده جلسه کې زده‌کوونکي د ACM له جوړښت، اجزاوو او کار کولو له طریقې سره بلد شول او په عملي ډول یې وڅېړه.

زده‌کوونکي وایي، هغه عملي زده‌کړې چې د بازار له اړتیاوو سره سمون ولري، د کاري ځواک په چمتو کولو او د دوی کار بازار ته د ښه داخلېدو په برخه کې مهم رول لري، او دوی د دغو عملي زده‌کړو د لا پیاوړتیا غوښتنه کوي.

ای سي اېم (ACM) په نقلیه وسایلو کې یو هوښیار سیستم دی، چې له لارې یې د موټر د انجن لړزه کمېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS