د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې اترې وکړې.

د دې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ د ستونزو څېړنه او لا زیاته همغږي وه.

په ناسته کې ګډونوالو خپل پروګرامونه او ستونزې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره شریکې کړې او محترم مولوي احساس د ستونزو په هواري او همکارۍ کې ژمنه وکړه.

په همدې حال کې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې ریاستونو مسؤلین وايي چې دا ډول غونډې د چارو په غوره ترسره کېدو کې ډېرې ګټورې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS