د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د کونړ ولایت سرکاڼو کرنې انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې
د کونړ ولایت اړوند سرکاڼو کرنې مسلکي انسټيټوټ د یولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د کیمیاوي محلولونو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
په همدې حال کې لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د محلولونو د غلظت او د هغې د ډولونو په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
نوموړي محصلینو ته د درس اړوند وویل چې غلظت په کیمیاوي تعاملاتو، درمل جوړونې، خوراکي صنعت او نورو علمي څانګو کې ډېره مهمه ونډه لري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.
