د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د سیرت النبی ﷺ آزموینه اخیستل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۴۹

په سرپل ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو، متعلمینو او کامندانو ترمنځ یې د سیرت النبي سیالۍ ترسره کړه.

دغه ازموینه د سرپل ولایت د مقام دفتر رئیس په شمول د یو شمیر سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د سرپل تخنیکي او مسلکی زده کړو آمریت د دې آزموینې د ترسره کیدو موخه د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه د ځوان نسل د پوهاوي کچې لوړول ویلې دي.

د یادونې وړ ده چې د سرپل ولایت د بیلابیلو ولسوالیو څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له ۴۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو او کارمندانو په یادې آزموینه کې برخه اخیستې وه.

د مسؤلینو په وینا، د سیالۍ غوره ګډون‌والو ته جایزې او ډالۍ هم په پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS