د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۳۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه.

د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پر پرېکړو بحث وشو او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

دغه‌راز، د دې ناستې په دوام کې، په اکاډمیک او فني ـ تدریسي کادر کې د یوشمیر ریاستونو لکه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست، د تعلیمي څارنې او ارزونې ریاست او همدارنګه د متعلمینو او محصلینو چارو ریاست د نوي تاسیس شویو بستونو د شاملیدلو په اړه نظرونه څرګند شول.

له بلې خوا، د تعلیمي څارنې او ارزونې ریاست د سر معلم او کتابدار د توظیف کیدو د مسودې په اړه لازمي توضیحات وړاندې کړل.

ګډونوالو په دې غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه شریک کړل.

د نن ورځې په اکاډمیک بورډ غونډه کې پر یو شمیر نورو اړونده موضوعات هم بحث وشو او غونډه د دعایی په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS