د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د ښاغلي مفتي نجم الدین حقاني د دعوت او ارشاد رئیس په وینا او د یادې ادارې د کارمندانو په ګډون سره ترسره شوه.

محترم مفتي نجم الدین حقاني په دې روزنیزې غونډه کې د ذی‌الحِجّه میاشتې د فضیلتونو او حکمتونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په خپله وینا کې یې وویل چې د دې میاشتې لومړۍ لس ورځې له ډېرو فضیلتونو او حکمتونو څخه برخمنې دي او په دې میاشت کې عبادت د مسلمانانو د تېرو ګناهونو د عفوې سبب کېږي.

دغه راز مفتي حقاني د خپلې وینا په دوام کې د دې پروګرام له ګډونوالو وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې د خدای تعالی ذکر او عبادت ته ډیره رجوع وکړي او خپل عبادتونه په بشپړ اخلاص سره ترسره کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د هرې اوونۍ په پيل کې د شنبې په ورځ اصلاحي غونډه ترسره کوي چې په دې پروګرام کې په اړینو عقیدوي او اصلاحي موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS