د پکتیکا ولایت د محبوسینو لپاره درې میاشتنی لنډمهاله حرفوي پروګرام پای ته ورسېد

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۷

د موټرسایکل ترمیم څانګې درې میاشتنی لنډمهاله حرفوي پروګرام، چې څه موده وړاندې د پکتیکا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت د مرکزی محبس آمریت په همکارۍ پیل شوی و، پای ته ورسید.

د دې پروګرام په اختتامیه مراسمو کې د پکتیکا ولایت یو شمیر سیمه ییزو مقاماتو ګډون درلود او ویناوې هم وکړې.

د پکتیکا د حج او اوقافو رئیس په دې مراسمو کې د وینا پر مهال له محبوسینو وغوښتل چې له هغو زده کړو څخه چې نوموړو د دې روزنیزې دورې په ترڅ کې  یې زده کړي دي په سمه توګه ګټه پورته کړي.

په دغه مراسمو کې نورو ویناوالو د دې پروګرام څخه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د محبوسینو لپاره،  ټولنې ته د هغوی د بیا ادغام په موخه پیل شوی و، قدرداني وکړه او د دې ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل چې د دغه شان پروګرامونو د پلي کیدو لړۍ ته دوام ورکړي.

د مراسمو په پای کې، د لنډمهاله حرفوي پروګرام فارغانو ته تصدیق لیکونه ورکړل شول، او مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS