د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د نابینایانو لپاره د تعلیمي کتب تألیف او تدوین

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۹:۳۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د "(د ړندو لپاره) د لومړي ټولګي د اسلامي تعلیماتو درسي کتب تألیف او تدوین" تر سرلیک لاندې یو ورکشاپ پیل کړ.

په دې ورکشاپ کې یو شمېر استادان، متخصصین او د تعليمي نصاب کارپوهان حضور لري چې د لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د لومړي ټولګي د اسلامي تعلیماتو نصاب په نهایی کولو کار کوي.

د نصاب ریاست مسؤلین، درسي کتابونه د معلولیت لرونکو کسانو د زده کړې او روزنې په برخه کې خورا مهم او ارزښتناک وسیله ګڼي.

له همدې امله، نوموړي غواړي چې د نابینایانو لپاره د لومړي ټولګي د درسي کتابونو د تالیف او تدوین کار ژر تر ژره بشپړ کړي ترڅو د معلولیت لرونکو کسانو لپاره غوره زده کړییز او روزنیز چاپیریال چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS