د تخار ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ فراغت غونډه ترسره کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۵۹

د تخار ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د یاد ښوونیز مرکز څخه د یو شمېر محصلینو د فراغت په ویاړ غونډه جوړه کړه.

په دې مراسمو کې د تخار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

په دې نمانځغونډه کې ويناوالو د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل چې په تخنيکي برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې دغو محصلينو د انجنيري او کمپيوټر ساينس له څانګو څخه به د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

د مراسمو په پای کې فارغ شویو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم د خیر په دعایې سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS