د غزني ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۲۳
TVETA

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د سیرت النبي سیالۍ چې د یاد آمریت له خوا په لاره اچول شوې وه،  نن ورځ یې د پایلو د اعلان مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس او همدارنګه د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امين جان عمري هم ګډون درلود او وينا يې وکړې.

ويناوالو په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله   له سيرت څخه د خپل ژوندانه د اساس په توګه کار واخلي.

دغه راز په دغه پروګرام کې د مقاماتو له خوا د یادې سیالۍ ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS