د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست کنړ ولایت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۷
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د خپل سفر په دوام کنړ ولايت ته ولاړ.

نوموړي د کنړ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کې په یوه غونډه کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو، د کنړ ولایت مرستیال والي او د علماوو شورا د رئیس په ګډون د یاد ولایت له سیمه ییزو مقاماتو سره وکتل.

د دې غونډې محور د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو حل کول او اړتیاوو ته رسیدګۍ ویل شوې ده.

محترم مولوي شهامت په دې پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پلانونو په اړه په مفصل توګه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د کنړ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت وړاندیزونو او ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS