یوه خیریه بنسټ د نابینایانو مسلکي انسټيټوټ له زده کوونکو سره نغدي مرسته وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۶:۱۲
توزیع پول نقد

د «اُمه اید» په نوم یوه خیریه بنسټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ولایت د تخنیکي آمریت د مسوولینو په ګډون د روښاندلانو/ نابینایانو مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته نغدي مرستې وویشلې.

د مسولینو په وینا، هر زده کوونکي ته ۴۵۰۰ افغانۍ وویشل شوې، چې له دې مرستو څخه ۱۵۰ تنه مستفید شوي دي.

د کابل ولایت تخنيکي آمر استاد رفيع الله حبيبي د «اُمه اید» بنسټ له مسوولينو سره د خبرو پر مهال له هغوی وغوښتل چې له مستحقو کسانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د اورېدلو او ليدو معلوليت لرونکو کسانو ته په ځانګړي نصاب او ځانګړي ښوونیزو مرکزونو کې زده کړې ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

BACK TO NEWS