په ګرمسېرو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې آزموینه پیل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۶:۰
tveta

د ګرمسېرو ولایتونو د تخنیکي آمریتونو مسوولین په دغو ولایتونو کې د خزاني آزموینې د پیل خبر ورکوي.

په همدې موخه د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت د ۱۴۰۳ کال د دویم سمستر د آزموینې د پیل په مناسبت د دغه ولایت د ارشاد او دعوت ریس په حضور کې مراسم ترسره کړل.

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریس شیخ مولوی محمد زاهد وفا د وینا په ترڅ کې د علم په زده کړه کې یې د محصلینو هڅې وستایلې.

نوموړي زیاته کړه، زده کوونکي باید د اسلامي ارزښتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت مطابق ژوند وکړي.

په ګرمسېرو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه په اته ولایتونو لکه ننګرهار، فراه، بغلان، کندهار، هلمند، هرات او لغمان ولایت کې شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS