د خوست ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۵:۲
tveta

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو  مرکزونو د ۲۵۰ تنو فارغانو محصلینو د فراغت مراسم د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

دغه محصلين د کمپيوټر ساينس، ساختمان، برښنا، وترنرۍ، کرنې او اقتصاد له څانګو فارغ شول.

په دغې مراسمو کې د مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت ترڅنګ د دغه ولايت د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر استازو هم حضور درلود.

د خوست ولایت مرستيال والي د یاد ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فراغت په مراسمو کې زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې هڅه کوي د دوی لپاره کاري چاپيريال برابر کړي.

د خوست میخانیکي انسټیټوټ امر مظلوم صبري راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د میخانیکي انسټیټوټ په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه چې اوس د خدمت وخت دی او حکومت ژمن دی چې د ځوانانو ټول ظرفیتونه په کار واچوي.

د مراسمو په دوام کې نورو ويناوالو هم د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو رول مهم وباله او په هېواد کې يې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر ملاتړ یې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS