ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د پنځو ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه بررسي کړل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۹:۵۴
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د یوه پلاوي په مشرۍ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وارزاوه.

په دغو ولایتونو کې بغلان، کندز، تخار، سمنګان او مزار شامل دي.

د دغه سفر په ترڅ کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دغه سفر کې د ولايتونو د واليانو او د علماوو د شورا او د رئيسانو په ګډون د ولايتونو له سيمه ييزو چارواکو سره وکتل او خبرې يې وکړې.

نوموړي له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتیاوو د حل او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د ولایتونو سیمه ییزو چارواکو هم خپلو ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي له راتګ څخه د مننې ترڅنګ له دغې ادارې سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

له بل پلوه ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت یادو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د لنډ مهاله حرفوي زده کړو برنامو د لیدنې ترڅنګ په بلخ کې د مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د روزنیزه برنامه هم پرانیسته.

په دغې برنامې کې د بلخ د تخنيکي آمریت  له خوا مجاهدينو او نويو ګمارل شويو کارکوونکو ته د ادارې او مديريت مهارتونه، کمپيوټر او انګليسي ژبې تدريس کېږي.

تر دې وړاندې هم په ولایتونو کې یو شمېر مجاهدین له دغو روزنیزو برنامو څخه فارغ شوې دي.

ښاغلي شهامت د مجاهدینو لپاره د ښوونیزې برنامې د پرانستلو پر مهال وویل چې د «جهاد پر مهال زما یو ارمان د مجاهدینو روزل وو او خوښ یم چې دغه هیله مې پوره شو».

دغه راز د ولايتونو د تخنيکي آمرینو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په کتنه کې خپلې ستونزې او اړتياوې شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د معیاري نصاب نشتوالی، تدریسي ودانۍ او د عملي کارونو لپاره د وسایلو نشتوالی د ولایتونو له لویو ننګونو څخه بلل کیږي.

ښاغلي مولوي شهامت د یادو ولایتونو د تخنیکي زده کړو د مرکزونو اړتیاوو ته د پاملرنې ژمنه وکړه او هغوی ته یې د ځینو مسایلو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تر دې وړاندې د دغې ادارې پلاوي د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو بررسي په موخه خوست، پکتيا، پکتيکا، کنړ، نورستان، لوګر او ننګرهار ولايتونو ته سفرونه کړي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS