د بلخ ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ وضعیت وڅېړل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۳۲
Agriculture

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د بررسي په دوام د بلخ ولايت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ وضعیت بررسي کړ.

نوموړي د یاد ښوونیز مرکز له محصلینو او استادانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

د کرنې او وترنری انسټیټوټ د مناسب تدریسي ودانۍ نه شتون او تجهیزات او لابراتوار کمښت د لویو ستونزو څخه دي.

ښاغلی شهامت دا مهال په بلخ ولایت کې دی، په پام کې دی چې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د بررسي په ګډون په پای کې د یاد ولایت له والي او سیمه ییزو چارواکو سره لیدنې وکړي.

نوموړي پلاوي تر دې وړاندې په بغلان، کندز، تخار او سمنګان ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه بررسي کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS