د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې علمي او اصلاحي سمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۶:۵۷
سمینار علمی و اصلاحی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دوه ورځنى علمي او اصلاحي سيمينار د دغې ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او د مرستیالانو په حضور کې ترسره شو.

د دغه سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د دعوت او ارشاد عمومي رئیس شیخ محمد هاشم شهید ورور، د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي او د هېواد یو شمېر علماوو ګډون کړی و.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغه مراسمو په پرانیستو وويل، چې په هېواد کې د اسلامي نظام  ټينګښت په قربانيو او سرښندنو او د خدای (ج) په فضل سره ترلاسه شوې او بايد د تحکیم لپاره یې لا زياتې هڅې وشي.

ښاغلي شهامت همدا راز زیاته کړه، «چې د عدالت تأمین، د فساد مخنیوی او د بندیانو د زنځيرونو لرې کول د ا.ا.ا د دندو یوه برخه ده او خلک یې باید د لاسته راوړلو لپاره له حکومت سره پوره همکاري وکړي».

مولوي شهامت دغه راز وويل، چې د ټولنې پوهاوى او اخلاقي روزنه د اسلامي نظام له ځانګړنو څخه ده. هغه زیاته کړه چې له ګمراهی څخه ژغورل د هر چا دنده ده.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د برنامو د تحقیق او کيفيت د تضمين رئيس مفتي سيد محسن سادات د ټولنې د دعوت او اصلاح په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې د دغه سمينار له جوړيدو څخه يې موخه د ټولنې بيدارول دي.

په دوام کې د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو  رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د خپلې وینا او پرزنټیشن په ترڅ کې وویل، په نیت کې اخلاص ډېر مهم دی او زیاته یې کړه چې په کار کې اخلاص نیت د خدای تعالی د رضا سبب ګرځي.

ښاغلي نیازي دغه راز وویل چې مسلمانان باید د خپل ژوند یوه لویه برخه د الله تعالی په لاره او د خلکو په خدمت کولو ته وقف کړي.

له بلې خوا د کابل ولايت د موسهي ولسوالۍ مفتي عبدالاحد د هېواد په پرمختګ کې د ښوونې او روزنې رول مهم وباله او په لا زيات ملاتړ يې ټينګار وکړ.

د ارشاد او دعوت عمومي رئيس مولوي محمد هاشم شاهید ورور په خپلو خبرو کې په ټولنه کې د دعوت پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل چې د اسلام د احکامو پوهه ټولنه ژغوري.

د دغه سمینار د لومړۍ ورځې په پای کې شیخ عبدالحمید حماسي په ټولنه کې د نظام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې په هیواد کې د عادلانه نظام شتون د پرمختګ لامل کیږي.

نوموړي د نړۍ او د افغانستان د ګاونډیانو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، د ا.ا.ا حکومت ژمن دی چې د نورو هېوادونو په څېر دغه هېواد هم په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي.

ښاغلي حماسي په هېواد کې د اسلامي نظام پر لا زیات ملاتړ د ټینګار ترڅنګ له ګډونوالو وغوښتل چې د هېواد د بچیانو  ښوونې او روزنې لپاره لا زیات کار وکړي.

نورو ويناوالو هم په دې علمي مراسمو کې د ټولنې او نظام پر اصلاح خبرې وکړې او په هېواد کې يې د علم پر پرمختګ ټينګار وکړ.

ټاکل شوې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې علمي او اصلاحي سمينار سبا هم دوام ولري، چې په ترڅ کې به يې علماء کرام د ټولنې پر مهمو موضوعاتو ويناوې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS