د مالي او اداري چارو مرستیال د کوچیانو د همغږۍ چارو رئیس سره وکتل او خبرې اترې یې وکړي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۳:۵۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په خپل کاري دفتر کې د کوچيانو چارو د همغږۍ له عمومي رئيس مولوي ګلزارين کوچي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړي.

په دغې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئیس مولوي مبشر آغا هم حضور درلود.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو همکاريو په هکله خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې ښاغلي کوچي د کوچیانو لپاره د کرنې او وترنري په څانګو کې زده کړو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز په دغې کتنه کې مولوي مبشر آغا وويل دغه اداره چمتو دى چې په هېواد کې د کوچيانو لپاره تخنيکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه راز مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه توضيحات وړاندې کړل او د کوچيانو چارو د همغږۍ له عمومي رياست سره يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دواړو لورو د ګډو کاري ډلو پر جوړولو او د همکاریو د ساحو په ټاکلو هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS