د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۶:۲۴
Academic Board

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه د دغې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ د اکاډمیکې برخې د تقنیني اسنادو د نهايي کولو په اړه ترسره شوه.

په دغې غونډه کې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ د غونډې تېرې پرېکړې تعقیب او اړونده مسوولینو د ترسره شویو کړو په راپور ورکړ.

د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شپي برخې د مسودو او کړنلارو او د فني - د تدریسي کادرونو وظیفوي مکلفیتونو  د کمولو په اړه هم سلا مشورې وشوې او هوکړه وشوه چې اړین اصلاحات رامنځته شي.

د اکاډمیکو چارو د انسجام  بورډ په غونډه کې د اسلامي ثقافت د تدريس اصلاحي ميکانيزم په اړه هم خبرې وشوې او د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دې موضوع ته پر جدي پاملرنه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS