د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۶:۳۴
مالي او اداري غونډه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري غونډه د دغې ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه جلسه کې چې د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون کړی وو، د وجه سردستۍ بودجې د اسنادو د تصفیې، د «ان ټي ای» او استادانو د خالي بستونو آزموینې او د تدارکاتې بهیر د ننګونو او او د دعوت او ارشاد رياست د سپارښتنو د پلي کولو په څرنګوالي خبرې وشوې.

ښاغلي فاضل په خپلو خبرو کې د وجه سردستي بودجې د اسنادو پر وخت تصفیه کولو ټینګار وکړ او له اړونده رئیسانو یې وغوښتل چې دې موضوع ته کلکه توګه پاملرنه وکړي.

د غونډې ګډونوالو هم د غونډې په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

د دعوت او ارشاد رئيس مفتي نجم الدين حقاني د دغه رياست د سپارښتنو د پلي کيدو د څرنګوالي په اړه وويل، چې د پخوا په پرتله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو سیرت او صورت ته پاملرنه زياته کړې ده.

یاده غونډه د لازمو پریکړو او د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS