د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه د دغه ادارې د ځان بسیاینې طرحې په اړه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۶:۱۴
Academic Affairs Integration Board

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ او د دغه ادارې د رئيسانو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځان بسیاینې طرحه وړاندې شوه.

په دغه طرحه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د تولیدي او خدماتي برنامو د پلي کولو هڅه کیږي.

مولوي غلام سعید احساس وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د خپلو موخو له مخې باید د اسلامي امارت د نظام په پیاوړتیا او ملاتړ کې اساسي رول ولوبوي.

ښاغلي احساس وویل چې وړاندې شوی طرحه یوه مسوده ده چې باید غني شي.

د غونډې برخه والو هم د دغه طرحې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS