د هوايي چلند انسټیټوټ د فارغانو فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۰:۳۹
مراسم فراغت فارغان انستیتوت هوانوردی

د هوايي چلند انسټیټوټ د فارغانو  فراغت مراسم د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو معین مولوي غلام سعید احساس په ګډون د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې ترسره شوه.

۵۲ تنه د هوایی ترافیک کنټرول (ATC) او هوایی چلند ټکنالوژۍ (CNS) څخه فارغ شول.

د نوموړو زده کړیالانو د فراغت مراسم د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست وزير ملا حميدالله اخندزاده، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ ندا محمد نديم او د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس ويناوې وکړې.

دغه مراسم د هوايي چلند د انسټیټوټ استادانو ته د ستاینلیکونو او فارغانو ته د ډیپلومونو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

د هوايي چلند انسټیټوټ هر کال د کانکور رقابتي ازموینې له لارې زده کونکي جذبوي.

د یاد انسټیټوټ زده کړیالان د دوو کلونو لپاره د هوایي چلند په تخصصي څانګو کې روزل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS