د 1402 ه ش ښوونیز کال د پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پیغام!

الحمد لله نَحْمَدُهُ و نَسْتَعينُهُ ... اما بعد
اعوذ با الله من الشیطن الرجیم
قل هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون. الآیه
و ایضاً قال رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم): علموا اولادکم السباحة والرمایة. الحدیث
قال البیهقی رح: کان آدم (ع) حراثا وکان نوح نجارا و کان داود زرادا یصنع لباس الحرب و کان ادریس خیاطا.
د افغانستان درنو او علم پروره ولسونو او د تخنیک او مسلک د ډګر پالونکو او زده کړیالانو!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
الله ﷻ د دا نوی (۱۴۰۲) ښوونیز کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د خورا بډایه کیدو او ځلیدو تر څنګ د هېواد د ترقۍ او پرمختګ کال وګرځوي.
د ډیر برم، عزت او ویاړ ځای دی چې الحمدلله د اسلامي امارت مبارک نظام چې د محمدي غرا شریعت د پلوشو غوړونکی نظام دی، تر چتر لاندې د شهیدانو، یتیمانو، کونډو او بورو آرمانونو د پوره کیدو په درشل کې دي، کوم چې یې د دې بریمن انقلاب په غیږه کې خپلې لویې هیلې او شادابه ځوانۍ او امیدونه نذرانه کړل. نن الحمد لله دتاسې په هڅو او ملتیا او د اسلامي امارت دمقدس صف مبارزینو د هڅو او هاند په نتیجه کې ورځ تر بلې د هیواد ښیرازي او پرمختګ د هیواد په ګوټ ګوټ کې د درو د لاله په شان خپلې پاڼې داسې خلاصوي چې د افغانانو حواس یې د رجوع تر څنګ د تیر څلویښت کلن ناورین د غمونو د هیریدو ننداره کوي.
لکه څنګه، چې پوهېږو، د تخنیکي او مسلکي ښوونیز نظام له معیاري ودې او پياوړتیا او د باکیفیته او معیاري زده کړو له وړاندې کولو او د یوه واحد علمي ښوونیز نصاب له رعایتولو پرته، چې د اوسنۍ نړۍ له ټولو وروستیو پرمختګونو او علمي فنونو سره موازي وي نشو کولای خپل ګران هیواد د پرمختګ او انکشاف لوړو پوړیو ته ورسوو.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ستراتيژیک پلان کې، چې همدا اوس عملي دی، په صراحت سره د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه والي، د ادارې د سمون پروګرامونو د عملي کېدو او په زده کړئیز نظام کې د هر ډول میکانیزه کولو یادونه شوې، چې د دې ادارې د اوسنۍ رهبرۍ مهم کاري لومړیتوبونه هم تشکیلوي.
موږ د همدې اهدافو او مشخصو پروګرامونو پر بنسټ نوی ښوونیز کال (تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د جلب او جذب) تر شعار لاندې پیلوو.
د ادارې منسوبینو ته که هغه په مرکز او که ولایاتو کې دي لاندې سپارښتنې کوو:
۱- په ټول توان سره هڅه وکړئ څو د قرآني او نبوي ارشاداتو په نظر کې نیولو سره، د صورت او سیرت په شرعي سمبالښت، هیوادوالو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو عادلانه خدمتونه ترسره کړئ.
۲- ۱۴۰۲ ښوونیز کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې هیواد او نظام ته یو ځلیدونکی کال وښایاست، څو وکولای شو له دې لارې خپل ګران هیواد د ترقۍ تر لوړو پوړیو پورې ورسوو.
۳- د هیواد هر ماشوم او تنکی ځوان دې ته اړ دی څو زده کړې وکړي، نو تاسې د پوهنې وزارت له اړونده منسوبینو سره په همغږۍ هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې له دې الهي نعمت څخه محروم دي، وهڅوئ څو زده کړو ته لیواله او په دې الهي ګاڼه سمبال شي.
۴- زده کړئیز چاپیریال یو کامل مصؤن چاپیریال جوړ کړئ او هیڅ ډول مغرضې مداخلې، تبعیض، تعصب او فساد ته مخه مه ورکوئ، چې زمونږ دا مقدس صف په خپلو ناولو منګلو کرکجن کړي.
۵- له زده کړو علاوه هیواد کې د مینې، اخوت او جوړښت روحیه ژوندي کول ستاسې ایماني او ملي مسؤلیت بولم او په دې لاره کې مو نه ستړي کیدونکې هلو ځلو ته منتظر یم.
۶- له خپلو ښوونیزو مرکزونو څخه هیوادوالو ته د اعتماد په نفس او د هیواد پالنې او جوړونې روحیه انتقال کړئ.
۷- تل دا هڅه وکړئ چې له دې زده کړئیز بهیر څخه د فارغ شوي ځوان راتلونکی مو تضمین کړی وي او یو عملي کارپوه او هیواد ته د خدمت په ډګر کې مو یو مسلکي شخص وړاندې کړی وي.
۸- هیوادنۍ او ملي ګټې په شخصي ګټو مقدمې وګرځوئ او بغیر له رسمي مکلفیت څخه تل هڅه وکړئ چې د دې مقدس کاروان یو فعال او نه ستړي کیدونکی ملګری او سمبالوونکی یاست.
۹- واقعي خدمت وکړئ، ملت او نظام ته د هر ډول حساب ورکونې جوګه شئ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو رهبري ستاسې هر ډول مادي او معنوي مرستې او لاس نیوي ته چمتو ده، او تل به هڅه وکړو څو ستاسې اړتیاوې کوم چې زده کړئیز بهیر پرې ټکنی کیږي، زر تر زره مرفوع او لازمې همکارۍ درسره وکړو إن شاء الله.
په پای کې مونږ او تاسې ټولو منسوبینو ته د الله ﷻ له عظیم دربار نه د ښه خدمت کولو توفیق غواړم، څو مو له دې مقدسې لارې د الله جل و عظمتهُ رضا حاصله کړې وي.
والسلام
مولوي غلام حیدر شهامت
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست