یو چینايي شرکت په افغانستان کې د تخنیکي زده کړو مرکزونه جوړوي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۲۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د خپل کاري دفتر کې د "ينګکي" په نوم چينايي شرکت له يوه پلاوي سره لیدنه وکړه.

دغه پلاوی له چین څخه د «ینګکي» شرکت په استازیتوب افغانستان ته راغلی او غواړي په دغه هېواد کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.

دوی تر دې مخکې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره ناسته درلوده.

د دې دورې غونډې محور د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د تفاهم لیک نهايي کول او همدارنګه په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د جوړولو د پروژې پیل دی.

د دې تر څنګ یاد شرکت په پام کې لري چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو او چين ته د محصلينو د لېږد په برخه کې هم همکاري وکړي.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست له دې ادارې سره د بنسټونو او موسسو د همکاريو هرکلى وکړ.

د ښآغلي مولوي شهامت لخوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژۍ رئيس ته دنده وسپارل شوه تر څو د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ له یاد شرکت سره د تفاهم لیک د لاسلیک زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS