ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو له مرستیال سره خبرې اترې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۵۸
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په خپل کاري دفتر کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو له مرستیال ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د دواړو نهادونو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د ښوونیزو مرکزونو د برښنا څانګې فارغانو په اړه خبرې وکړې او د انرژۍ او اوبو له وزارت څخه يې د هغوى د جذب غوښتنه وکړه.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د دغې ادارې د ښوونیزو مرکزونو فارغانو ته د کار زمينه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS