په یو واحد میکانیزم کې دتخنیکی مسلکي او حرفوی روزنې مدیریت، علمی اعتبار او په هیواد کې د ملي لګښتونو سپما کولو باندې د هغې اغیزې!

media_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۷
tvet6

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری او د 20 څخه د ډیرو انجوګانو، مؤسسو او فعالې پروژې استازی چې غیر رسمی زده کړی دریس او ماتړ کوی تر منځ د همغږۍ لومړۍ ناسته چې په مرکزي اداره کې جوړه شوې وه. ددې ناستی څخه موخه، د یو واحد چتر لاندې او په یو ځانګړي میکانیزم کې د تخنیکی، مسلکي او حرفوی روزنې مدیریت په اړه بحث او د نظر تبادله کول دی. په دغه ناسته کې، پلان او خصوصی سکتور سره د ملګرتیا عمومی رئیس، د دې ادارې د خپلواکی په اړوند، ستراتیژیک پلان، پراختیایی پلان، تشکیلاتی جوړښت، ښوونکو تعداد، زده کوونکی او پراختیایی پروژو، تخنیکی او مسلکی زده کړو کې شته څانګو په اړوند ګډونوالو ته څرګند کړل.

ښاغلی عطایی د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری د پوهنې وزارت څخه د خپلواکی وروسته په لاسته راوړنو ټینګار وکړ، ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب کې د افغانستان د تخنیکی او مسلکی زده کړو په اړوند وویل:

افغانستان په کلکه توګه کار بازار مسلکی او ماهره ځواک ته اړتیا لري ترڅو خلک په کارونو کې شامل کړي او په هیواد کې اقتصادي غربت کچه را ټیټه کړي.

نو ځکه چې تخنیکی او مسلکی زده کړو اداره، له یو پلوه ماهر او مسلکی خلک ټولنې ته وړاندې کوی او له بله اړخه سکتوری مراجعو او ادارو سره مرسته کوی ترڅو د کار بازار رامنځته کړی او همدا مرسته د تعلیمی نصاب اړوند د کار بازار د اړتیا او هیواد اقتصادی جوړښت سره سم صورت مومی.

بناءً په یو میکانیزم کې د تخنیکي مسلکی او حرفوی روزنې درلودل ډیری ګټې لري؛ دا د افغانستان اقتصادي پرمختګ او دوامداره پرمختګ لپاره لږ تر لږه درې مهمې ګټې لري:

لومړی؛ د یو واحد چتر لاندې د تخنیکی زده کړو مدیریت، په ملي بودیجه کې سپما لاسته راوړی؛

دوهم؛ د فعالیتونو پروسه ګړندۍ وده کوي او خلکو ته د کار زمینه برابروي؛

دریم؛ تخنیکی ، مسلکی او حرفوی د هیواد په کچه باندی د معاصرو علومو یوې برخې په توګه، سیمه او نړۍ علمی دریځ ورکوی.

په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری او انجوګانو استازو، مؤسسو او هغه ادارو چې حرفوی زده کړو پروژی تدریس کوی ترمنځ د همغږی جلسی، په هره میاشت کې یو ځل لپاره دایریږی د یو واحد میکانیزم په جوړیدو، جوړښت او د دندو د لایحو په اړوند بحث وشی.

د انجوګانو ښاغلی استازو، پروژو او مؤسسو، ددغه ناستو د دایریدو څخه د مننې ترڅنګ، د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری برنامو پدې برخه کې، دوی ملاتړ وکړ او چمتووالی یې اعلان کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د فراه ولایت اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د فراه ولایت د اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول. په دغو توکو کې کتابچې، بکسې، قلمونه او نور قرطاسیه باب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلينو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د برښنايي پینل بورد په اړه روزنه ترلاسه کړه. په. . .

BACK TO NEWS