په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د څېړنې دوام

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۰:۵۲
د مرکزونو د وضعیت د څېړنې

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کندز ولايت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ او همدارنګه د چهاردرې ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسې وضعیت بررسي کړ.

په دغې کتنه کې ښاغلي شهامت د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د محصلینو ستونزې واورېدې.

د معیاري نصاب کمښت، د تدریس ودانۍ او د مسلکي استادانو نه شتون د دغو مرکزونو له لویو ننګونو څخه بلل کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د يادو ستونزو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د دغې ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوی ولایتونو ته سفر کړی دی.

د دغه سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت ارزول او د دغو مرکزونو د ستونزو حلول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS